زما په اړه

اسلام علیکم ورحمت الله! ډیره مننه چې زما د پیژندګلوی لپاره مو خپل قيمتي وخت ورکړ. زما نوم پرویز سونیازده،زه ویب ډیولپر يم، چې په Django، React، HTML، CSS، او Bootstrap کې مهارت لرم. زه په دې هڅه کې یم ترڅو په لوړ کیفیت، اسانه کارېدونکې، عصري ویب‌پاڼې او سیسټمونه جوړ کړم او په دې برخه کې تجربه لرم. دغه ویب‌سایټونه او د معلوماتو مدیریت سیسټمونه (MIS) به د پښتو، انګلیسي او فارسي ژبو بشپړ ملاتړ کوي، ترڅو کاروونکو ته بشپړه د کاروني آسانتيا رامنخته کړي. که غواړئ له ما سره کار يا همکاري وکړئ یا زما د کارونو مسلک او تجروبو په اړه لازیات معلومات ترلاسه کړئ، نو زما پورټفولیو ته مراجعه وکړئ: www.soniaztech.pro

ما دا بلاګ د خپلو شخصي افکارو، ویب ټیوټوریلونو، شخصي کیسو، او د وروستیو ټیکنالوژۍ تحولاتو، او پرمختګونو په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره جوړ کړی دی. سربیره پر دې، زه به د هغو تجربو لرونکو تکنالو‌‌‌ژي د بیلا برخو متخصیصيونو لیکني اوغوره مشورې هم تاسو سره شریکي کړم چې زما لپاره ریښتینې ګټورې وې. هغه لارښوونې چې ماته په دي برخه کي دکارکو لو انګیزه راکوي او هڅه وي مي تر څو د تکنالو ژي نړی مخصوصا د ویب پراختیا سره مینه او ليوالتيا پیداکړم، او همدارنګه زما به بله هڅه دا وي چي د افغانستان د ټیکنالوژۍ پرمختګونه هم درسره شريک کړم ، او د هغو پرمختګونو په اړه به معلومات درکړم چې منطقوي ټیکنالوژۍ خوښونکو او توسعه ورکونکو ترلاسه کړي دي. د موبایل ایپلیکیشنونو، ای کامرس پلیټ فارمونو او پرمختللو ټیک سټارټ اپونو څخه نیولې تر نوو نوښتونو پورې، خوشبختانه دافغانستان د ټیکنا لو‌ژي په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او نو ر به هم مخ پر ودي روان وي، او زما هدف دا دی چې دغه هیجان لرونکي پرمختګونه وڅارم او وښایم چې څنګه د افغانستان د ټیکناوژي چاپیریال په بد لیدوده.

تاسو کولی شئ د لاندې لینکونو له لارې د هر ډول پوښتنو یا د همکارۍ او نورو کاري فرصتونو لپاره له ما سره اړیکه ونیسئ. ستاسو اړیکه د ټولنیزو رسنیو، ټیلیفون، یا واتساپ له لارې ماته خوښي رابښي. زه تل چمتو یم چې له نورو ويب ډیولپرانو، د ټیکنالوژۍ علاقمندانو ، یا هغو کسانو سره چې د ویب ډیولپمينټ او ټیکنالوژۍ په اړه بحث ، يا همکاري کول غواړي، اړیکه ونیسم .

زمادبلاګ موخې

لوستونکو ته د شخصي ودې، انګیزه ورکونکي هڅه ونکي اوالهام بخښونکي مواردو ، او د ټکنالوژۍ د وروستیو پرمختګونو په اړه ګټور او معلوماتي مطالب وړاندې کول.

۱ - شخصي کیسې

دژوند د بيلا بيلو تجروبو او خاطراتو شریکول لکه د سفر کیسې، د دوستانو سره ځانګړي شېبې،کاري تجربي، لاسته راوړنې، او داسې نور .

۲ - د ویب ډیویلپمنټ زده کړې

د نویو او تازه ويب ډیولپرانو لپاره جامع او متاَثري ښوونیزې لارښونې دویب ډیزاین، کودینګ تخنیکونه، او د باکیفیته ویب پاڼو جوړولو غوره تګلارې وړاندې کول.

۳ - د ټکنالوژۍ خبرونه او مشورې

د ټکنالوژۍ په ټولو برخو کې وروستي پرمختګونه، د مصنوعي هوښیارتیا (AI) څخه نیولې تر سافټویر جوړولو، د تجربه‌لرونکو متخصصینو او لیکوالانو له خوا ارزښتناک مشورې او تحلیلونه شریکول.